اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ريډيو سكول او اي تعليم پورټل پرانسته كړې او وئيلي ئې دي چې نصاب به يو قوم جوړ كړي، ديني مدرسې په قومي چوكاټ كښې راوست?? يو مهم خدمت دے. وزيراعظم د جمعې په ورځ د رېډيو سكول او يو تعليم پورټل پرانسته وكړه، د رېډيو سكول منصوبه د اطلاعاتو او د تعليم وزارت په شركت سره پېل كړې شوې. دې سره به د هېواد په لرې سيمو كښې هم د كورونا وبا په وجه د تعليم ځنډېدلې لړې بحال وساتلې شي. په دستوره كښې د تعليم وزير شفقت محمود، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز، د تعليم پارلماني سېكرټري وجيه?? اكرم او نورو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په دې وخت كښې نړۍ د كورونا په وجه كشالو سره مخ ده، په دې وجه تعليمي عمل هم آغېز من شوے. وزيراعظ?? ووئيل چې زه د تعليم او اطلاعاتو وزارت ته مباركي وركوم چې دوي د تعليم لړې روانه س??تلو لپارهپ ښه اقدامات كړي دي چې په نتيجه كښې به ئې په تعليمي عمل د وبا له امله شوې منفي آغېز كم شي. وزيراعظ?? ووئيل چې په دې عمل كښې د نوې ټېكنالوجې استعمال خوشبينه دے. دې سره به په لرې سيمو كښې د معياري تعليم په رسنه كښې مرسته وشي. وزيراعظم هداي?? وكړو چې اوس به مونږ ته په خاص توګه په لرې سيمو كښې د ښوونكو تربيې ته پام كول وي چې ورسره به په دې سيمو كښې تعليمي معيار ښه شي. وزيراعظ?? ووئيل چې يو ډول نصاب د تعليم د وزارت يوه بله ډېره لويه كاميابي او انقلابي قدم دے. دې سره به د ټيټې كچې طبقې هم د تعليم او وړاندې تللو يو ډول موقعې ولري. وزيراعظم د نېشنل اېجوكېشن پالېسې زر ترسره كولو هداي?? وكړو. وزيراعظ?? ووئيل چې ده د ګورنمټ كالج د وړومبي پرنسل كتاب لوستلې په كوم چې هغه ليكلي دي چې د كال 1857م نه پس انګرېزانو د مسلمانانو تعليمي نظام څنګه تباه كړو، په هغه وخت كښې به په ديني مدرسو كښې هندوانو او سكهانو هم زده كړې كولې، جديد علوم به ښودلې شو?? يو بيا وروستيو دينې مدرسې آئيسولېټ كړې شوې. وزيراعظم هداي?? وكړو چې وفاقي پايه تخت اسلام آباد دې د تعليم په اړه ماډل جوړ كړے شي. وزيراعظ?? ووئيل چې د تعليم اوسنې نظام د لاندې طبقې د بره تللو مخه نيسي او د دوي صلاحيتونه محدود كړي. د ټيلي سكولنګ د لارې به زده كوونكو لپاره لس ساعته خپرونې روانې وي. د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د اي تعليم پورټل ترويج لپاره د خبرتيا په كمپائن كښې فېس بك د تعليم او وظيفه اي تربيې وزارت سره اشتراك كوي. د دې كمپائن مقصد اولس د اي تعليم پورټ او په دې د موجود موادو نه خبرول دي چې دغسې زده كوونكې او والدين د دې څخه هر ډول ممكنه استفاده وكړې شي.