اسلام آباد۔8 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) منصوبې ترسره كېدو سره به هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شي چې ورسره به د اولس د ژوند معيار كښې مثبت بدلون رامخے ته شي او د روزګار موقعې به په لاس راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د سي پېك اتهارټي چيئرمېن جنرل (ر) عاصم ??ليم باجوه سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ سپیکر اسد قېصر ووئيل چې سي پېك د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ منصوبه ده د دې ترسېوري لاندې خېبر پختونخوا كښې د روانو منص??بو په وخت ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ هغه زياته كړه چې د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو منص??بو ترسره كېدو سره به د پرمختګ او سوكالۍ نوے دور پېل شي۔ د رشكۍ اكنامك زون سره به سيمه كښې اولس ته د روزګار نوې موقعې په لاس ورشي۔ هغه ووئيل سي پېك سره به تج??رت سره سره د سفر آسانۍ هم رامخې ته شي۔ سپيكر ووئيل د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بېنك كنال منصوبې ترسره كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ د سی پیک اتھارټی چیئرمېن عاصم ??لیم باجوہ سپیکر د سي پېك ترسېوري لاندې روانو منص??بو په اړه او په خاص توګه خېبر پختونخوا كښې د روانو منص??بو تفصيلاتو نه خبر كړو۔ هغه ووئيل د رشكۍ اكنامك زون پرانسته به ډېر زر وكړې شي۔ هغه ووئي?? په ډېره اسماعيل خان موټروے او د سي پېك په نورو منص??بو به ډېر زر كار ترسره شي۔ هغه سپيكر ته باور وركړو چې د ډېره اسماعيل خان موټروے او چشمه رائټ بېنك كنا?? په شمول د نورو روانو منص??بو زر تر زره ترسره كولو له به ټول و??ائل كارولې شي۔ هغه ووئيل د سي پېك ترسېوري لاندې د روانو منص??بو سر ته رسېدو سره به د خېبر پختونخوا صوبې صنعتي څانګه كښې تج??رت او سرمايه كارۍ كښې بدلون رامخې ته شي او خېبر پختونخوا به د دې مركز جوړ شي۔