اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احم?? وئيلي دي حکومت احتجاج کوونكو وفاقي سرکاري ملازمانو سره ??رل?? پسې په رابطه كښې دے دغسې چې د ملازمانو د تنخاګانو په اړه مسئلې زر تر زره حل كړې شي، حکومتي پارلماني کمېټۍ په سرکاري ملازمانو مشتمل ګرينډ الائنس سره وړاندې څخه خبرې اتري پيل كړي او کمېټي تر 16 ګريډ ملازمانو تنخاګانو كښې زياتوالې ته صلاح شوي وه ٬ د دې باوجود د ملازمانو د اړخه په احتجاج نه پوهيږو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره خبرو په مهال وكړه۔ده ??وئ??ل احتجاجي مظاهرچيان اوس تر ګريډ 22 ملازمانو تنخاګانو زياتولو غوښتنه كوي كومه چې د حكومت لپاره ممكن نه وه ځكه چې هېواد وړاندې څخه معاشي بحران سره مخ دے??د ګريډ 22 عهديدار د احتجاجي مظاهرچيانو معاونت کوي او ملازمان په احتجاج او اړې كړې كولو راپاروي۔ ده ??وئ??ل د 18م بدلون نه پس وفاقي حکومت د صوبو ملازمانو تنخاګانو زياتولو پابند نه دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئ??ل پوليس اهلکارو د احتجاج په مهال د قانون خلاف ورزۍ کوونكو په ضد کارروائي کړې