اسلام آباد۔19مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اس?ائنس_و_ٹیکنالوجی/135811.html">? قېصر وئيلي دي چ?? د ټائمز هائیر اېجوکیشن ترسېوري لاندې د رامخې ته كېدونكو معيشتونو په پوهنتونونو كښې 150م پوزيشن ترلاسه كول د عبد الولي خ??ن پوهنتون مردان د ستائنې وړ كاميابي ده۔ د يونېورسټۍ جوړېدو نه وروسته په لږه موده كښې دا درناوې ترلاسه كول د انتظامیې، استاذانو او زده كوؤنكو د خوارۍ او هڅو څرګندونه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د عبد الولي خ??ن پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ظهور الحق او د هغه ډلې سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه په دې درناوي ترلاسه كولو د پوهنتون وائس چانسلر٬ استاذانو او زده كوؤنكو له مباركي وركړه۔ سپيكر اس?ائنس_و_ٹیکنالوجی/135811.html">? قېصر ووئيل صنعتي پرمختګ د كوم قام معاشي خوشحالۍ او كاميابۍ بنياد ګرځي۔ د عبد الولي خ??ن پوهنتون وي سي پروفیسر ډاكټر ظهور الحق سپيكر اس?ائنس_و_ٹیکنالوجی/135811.html">? قېصر خبر كړو چې د ټائمز هائر اېجوکېشن رامخې ته كېدونكو معيشتونو په پوهنتونونو كښې د روان كال 2021 په درجه بندۍ كښې عبد الولي خ??ن پوهنتون ته 150 مه درجه وركړې شوې ده۔هغه ووئيل دې نه وړاندې دا پوهنتون د نړۍ په پوهنتونونو كښې په 510 لمبر و۔ پروفېسر ډاكټر ظهورالحق ووئيل د څېړنې كاركردګۍ په بنياد عبد الولي خ??ن پوهنتون ته په نړيواله درجه بندۍ كښې 200 م مقام ترلاسه دے۔ هغه ووئيل دا پوهنتون په آسيا كښې 24 م او سوئيلي آسيا كښې درېم پوزيشن لري۔ وروستو وائس چانسلر اسپیکر ته د پوهنتون سووینئر ډالۍ كړو۔ په دې موقع سېنېټر شبلي فراز او د قامي اسمبلۍ غړے انورتاج هم موجود وو