اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير په ډاګه كړې ده چې د پاكستان او هند ترمينځه كومه باضابطه بېك چېنل رابطه نشته۔ د كشمير ٬ سركريك او اوبو په مسئله دې م??ز ته راتللو سره خبره وكړي۔ هندي خارجه وزير جے شنکر سره د كوم ملاقات ??روګرام نشته۔ پاكستان كله هم د مذاكراتو نه تښتېدلے نه دے۔ د اتوار په ورځ پاكستاني قونصل خانه دبۍ كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نن د ګل په ورځ به زما د متحده عرب امارات خپل همڅنګ سره ملاقات ??ېږي۔ هغه ووئيل بهر هېوا??ون?? كښې م??شته پاكستاني وګړو ته د ووټ حق وركول غو??ړؤ۔ په دې لړ كښې نورو ګون??ون?? سره مشاورت روان دے۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه كومه باضابطه بېك چېنل رابطه نشته او بېك چېنل خبرو ته حاجت څه دے۔ د كشمير ٬ سركريك او اوبو په مسئله دې م??ز ته راتللو سره خبره وكړي۔ ولې خبرې ته راتللو تنه وړاندې دې په كشميري اولس روان ظلمونه او زيات بند خو كړي۔ هغه ووئيل پاكستان كله هم د مذاكراتو نه تښتېدلے نه دے۔ مونږ د هندوستان په شمول ټولو ګاونډيانو سره په سولييز چاپېرچل كښې د پاتې كېدو ملاتړ كوؤ۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل كه هندوستان د 5 م اګست ګامونو ته بيا كتنه كوي نو مونږ خبرو اترو له چمتو يؤ۔ د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل افغان امن عمل په مهم پړاؤ كښې ??اخ?? شوے دے۔ يو شمېر هېوا??ون?? افغانستان كښې امن په ځائې كولو له هڅې كوي۔ تركي كښې هم په دې حقله يو كنفرنس كې??ون??ے دے۔ مونږ غو??ړؤ طالبان دغه كنفرنس ته راشي۔ زمونږ كردار به د يو سهولت كار وي۔ هغه ووئيل د امريكا افغانستان نه وتلو نه وروسته د افغانستان په صورتحال هم افغان خارجه وزير سره خبرې شوي دي۔ د پاك ايران اړيكو حوالې سره خارجه وزير ووئيل د ایران خارجه وزير څلور وارې پاكستان ته راغلے دے۔ ايران زمونږ ورور ګاونډي هېواد دے۔ايران د افغانستان ګاونډي هېواد هم دے او د افغانستان په امن عمل كښې خوښي لري۔ هغه ووئيل د جي سي سي ترمينځھ د شخړو هواري حوالې سره مثبتې هڅې شوي دي او صورتحال مخ په ښه كېدو ښكاري۔ هغه ووئيل بهر هېوا??ون?? كښې م??شته پاكستاني وګړي زمونږ لويه اثاثه ده۔ هغوي د خپلې خوارۍ مزدورۍ پېسې پاكستان ته رالېږي او د هېواد معيشت مستحكم كوي۔ هغه ووئيل اروپائي ائتلاف سره زمونږ ښې اړيكې دي او اسلامي هېوا??ون?? سره اړيكې لا ښه شوي دي۔ مونږ منطقه كښې امن غو??ړؤ۔ كه امن راشي نو معيشت به ښه شي او مونږ لپاره به اقتصادي موقعې رامخې ته شي۔ هغه ووئيل چين سره د اقتصادي راهدارۍ د لارې د منځنۍ آسيا هېوا??ون?? لپاره نوې امكانات رامخې ته كېږي۔