اسلام آباد۔31مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون خصو??ي مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي پاكستان ??ه د كركيلې څانګه كښې د جدت تند كولو ، د موسمياتي بدلون ناوړه اثراتو مخنيوي او د خ??را?? نظام كښې بدلون راوستلو له د نوي نړيوال تحريك مشري كوي۔ زياتېدونكې ودانۍ لپاره د خ??را?? ضرورتونو ترسره كولو له به كرونده ګرو ته غوره ګټه وركولو سره سره د كركيلې څانګه كښې پېداوار زياتولو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ”عالمی یوم ماحولیات” كوربتوب سره به پاكستان ?? موسمياتي بدلون او ماحولياتي تحفظ لپاره خپلې هلې ځلې په نړيواله كچه رامخې ته كړي۔ هغه ووئيل د وزیراعظم عمران ??ان په مشرۍ كښې اوسنې حكومت د ټېن بلین ټری سو??امی پراجېکټ او ګرين سټیمولس د لارې د ماحولياتي بدلون اثرات كمولو او د ماحولياتي نظام بحالۍ له ګامونه پورته كوي۔ ملک امین اسلم ووئيل پاكستان ?? مناسب موسمي حالاتو له امله د زېتون پېداوار په زړه پورې صلاحيت لري۔ پاکستان كښې د پېدا كېدونكې زېتون تېل معيار اټلي او سپېن كښې د پېدا كېدونكې تېلو نه زيات ښه ثابت شوے۔ د دې پېداوار سره به نه يوازې دا چې پاكستان ??پل ضرورت ترسره كړي بلكه دا به نورو هېوادونو ته برآمد كولې هم شي۔ هغه ووئيل مونږ له به د ماحولياتو په اړه نوې كول ته تعليم وركول او محققينو ته د ماحولياتي بدلون په چارو د تجرباتي مطالعې كولو ترغيب وركول وي۔