اسلام آباد 04 جون(اے پي پي) د ماحوليات نړ??وا??ې ورځې په مناسبت د پاكستان حكومت او نړ??وا??و شراكتدارو د كلائميټ فنانسنګ ذريعې كارولو په ضرورت زور راوړے۔د جمعې په ورځ په دې لړ كښې د موسمياتي بدلون وزارت لخوا ويبنار وكړے شو۔د ويبنار ګډون كوونكو د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې د پېدا شوي آغېز كمولو په لړ كښې د پاكستان هڅې وستائېلې۔په وېبنار كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم٬د موسمياتي بدلون سېكر??ري ناهيد دراني٬د وزارت اېډېشنل سېكر??ري جودت اياز٬د ماحوليات ډائرېكټر جنرل عرفان طارق٬د يو اېن اېف سي سي سېكرټرېټ ډپټي ايګزېكټو سېكر??ري اويس سرمد٬د كلائميټ فنانس يونټ يو اېن اي پي مشر او د ځانګرو نړ??وا??و ادارو استازو هم ګډون وكړو۔د موسمياتي بدلون سېكر??ري د ګډون كوونكو هركلے وكړو۔هغې ووئيل په پاكستان كښې د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ په اړه نه يوازې عزم موجود دے بلكې په دې اړه عملي اقدامات هم كولې شي۔هغې ووئيل د پاكستان دا ھڅې ستائېلې كېږي خو كاميابۍ روانې ساتلو لپاره د فنانسنګ ضرورت دے او په دې اړه د نړ??وا??و ادارو كردار ډېر مهم دے۔اويس سرمد هم وېبينار ته وېنا وكړه او د پاكستان هڅې يې وستائېلې۔ده ووئيل د ماحوليات په څانګه كښې انقلابي منصوبې معرفي كولو لپاره وزيراعظم عمران خان د مباركۍ حقدار دے۔ده ووئيل داسې پروژو لپاره فنانسنګ ضرورې دے٬په دې موقع د كلائمېټ فنانس يونټ مشر د پائيداره كركيلې٬ځنګلات او د زمكې بحالۍ لپاره د كلائمېټ فنانسنګ په اړه پريزنټېشن وركړو٬ده سركاري ذريعو سره د پرائيوېټ فنانسنګ اهميت هم په ډاګه كړو او وې وئېل دا يو مشكل كار دے٬ويبينار ته عرفان طارق هم وېنا وكړه او د موسمياتي بدلون آغېز كمولو لپاره يې طريقې په ګوته كړې او په دې لړ كښې يې د پاكستان ضروريات په ډاګه كړل۔ده ووئيل پاكستان نېشنل ايډ پيټېشن پلان عملي كوي۔د دې نه علاوه د كلائميټ سمارټ ايګريكلچر او د ريچارج پاكستان پشمول مهمې پروژې پېل كړی شوي ۔د وېبينار په پاې كښې اېډېشنل سېكر??ري جودت اياز د ګډون كونكو مننه وكړه