اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) ??كو??تونو چې رېلوے پ?? كوم ډول چلولې د هغې په نتيجه كښې هر ورځ پېښې رامخې ته كې??ي۔ دواړو ګوندونو د كرپشن ٬ غلا او بدمعاشۍ په بنياد ??كو??ت كړے۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ګھوټكي رېلوے پېښه د اپوزيشن د غړو لخوا د پورته ??ړو نكتو ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل كومه بدقسمته ??ېښه چې رامخې ته شوې او اپوزيشن چې پ?? كوم ډول په دې د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې هغه فطري خبره ده ولې چې په دې پېښه ټول پاكستان خفه دے۔ هغه ووئيل زما خواست دے دا مهال د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي د پېښې ځاے ته تل??ے ځكه بايد په دې پېښه بحث سبا يا بل سبا پكار دے٬ دغسې چې د رېلوے وفاقي وزير پخپله ايوان د ټول تفصيلات نه خبر كړي۔ وفاقي وزير ايوان ته د رېلوے پېښې ابتدائي تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل نن سهار كراچۍ نه سرګودھا ته تل??نكے ملت اېكسپرېس ډھركي رېتي سټېشن ته ??زدې ډي رېل شو۔ د ملت اېكسپرېس 18 ډبو كښې 12 د پټلۍ ن?? كوزې شوې وې ۔ كوم وخت چې دا پېښه رامخې ته شوه نو دغه مهال پېنډۍ نه كراچۍ ته تل??نكے سرسيد اېكسپړېس هم تېرېدو كوم چې ډي رېل شوو ډبو سره ټكر شو۔ په ملت اېكسپرېس كښې 804 او سرسید اېکسپرېس كښې 584 كسانو سفر كولو۔ د اطلاعات وزير ووئيل د پېښې نه وروستو ريليف ټرېن روان كړے شو۔ هغه ووئيل وفاقي ??كو??ت د انسپکټر آف رېلویز په مشرۍ كښې پلټنې پېل كړي۔ د بشپړه پلټنو نه وروستو به د ذمه دارو تعين كولے شي۔ د اېم اېل ون منصوبې په اړه د پورته ??ړې نكتې په ځواب كښې هغه ووئيل په 6 اګست 2020ء د دې منظوري وركړې شوې او دې لپاره وفاق په كلن پرمختيائي پروګرام كښې بجټ هم بېل كړے۔ د رېلوے پېښو په اړه هغه ووئيل دا پېښې د كلونو د بې غورۍ نتيجه ده۔ فواد چوهدري ووئيل د اپوزيشن غړو د رېلوے بجټ كمولو نكته ??ورته ??ړې ۔ هغه ووئيل د رېلوے بجټ كښې كمے نه دے شوے بلكه دا زيات كړے شوے۔ هغه وئيل د افسوس خبره دا ده چې كومو كسانو ادارې تباه كړي هغوي مونږ ته د ادارو د سمولو طريقې ښائي۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خان د ادارو په خپلو پښو د اودرولو وژن وركړے۔ هغه ووئيل مونږ كسان په مېرټ اخلو خو اپوزيشن پاكستان وړاندې تل??و ته ??ه پرېږدي۔ مونږ چې كله هم عدالتي ٬ انتخابي او د نورو اصلاحاتو لپاره دوي له بلنه وركوؤ دوي نېب آرډيننس او خپلې مقدمې رامخې ته ??وي۔ هغه ووئيل په پي ډي اېم كښې ټول يو ځاے شول خو دوي كاميابي ترلاسه نه كړه۔ فواد چوهدری ووئيل وزيراعظم عمران خان د وفاق علامت او پاكستان تحريك انصاف د وفاق ګوند دے۔ پيپلز پارټي د سندھ ګوند جوړ شوے۔ دغسې مسلم ليګ (ن) وسطي پنجاب ته ??حدود شوے۔ هغوي كومه نظريه نه لري۔ هغه ووئيل تر راروانو ټاكنو به دا ګوندونه تر خپلو سيمو محدود شي۔ وفاقي وزير ووئيل ??كو??ت اپوزيشن سره وړاندې تګ لپاره خبرې كول غواړي خو اپوزيشن د مقدمو نه وړاندې نه ځي