اسلام آباد 14جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د پاكستان معيشت يوازې د استحكام نه بلكې د پرمختګ پلو روان دے٬موجوده بجټ د ټولنې هرې طبقې لپاره د اميد وړانګه ده٬د بجټ مهمو نكاتو په اړه دې اولس ته بشپړه خبرتيا وركړی شي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ګوند وياندو غونډې ته وېنا كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬خاص مرستيالو٬د ګوند م??رانو او وياندو ګډون ??كړو۔ په غونډه كښې د هېواد په صورتحال په خاص توګه د ح??ومت لخوا وړاندې كړی شوې اولسي پرمختيائي بجټ٬په بجټ كښې اولس ته د وركړې شوي رېليف او خاص معاشي پرمختګ عمل تندولو پھ اړه په اقداماتو غور وكړے شو٬ د ګوند م??رانو په يو متوازن٬اولس دوست او د ټولنې هرې طبقې لپاره په مثبت بجټ وړاندې كولو وزيراعظم او د ح??ومتي معاشي ډلې ته مباركي وركړه۔ وزيراعظم غونډې ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې پھ دې خبره بې حده اطمينان لرم چې د پاكستان معيشت نه يوازې د استحكام بلكې د پرمختګ په پلو روان دے۔ ده ووئيل چې د كورونا وباﺀ په مهال په نړيواله كچه هر معيشت ته سخت زيان رسېدلې او معاشي مسئلې پېدا شوي خو پاكستان كامياب حكمت عملۍ سره معاشي سفر كړی۔ ده ووئيل چې موجوده بجټ پرمختيائي بجټ دے٬د كوم مقصد چې نه يوازې معاشي استحكام مستحكم كول دي بلكې د م??يشت مهمو څانګو كركيلې٬انډسټري٬هاؤسنګ او نورو مهمو څانګو ته وده وركول دي۔وزيراعظم د ګوند وياندو ته هدايت وكړو چې د بجټ نكات په اړه اولس ته بشپړه خبرتيا وركړي دغسې چې غلط فهمۍ خپروونكو عناصرو عزائم ناكامه شي