اسلام آباد 01جولائي (اے پي پي) د بهرنيو چارووزير مخدوم شا?? محمود قرېشي وئيلي دي د امريكې او پاكستان ??قصد يو دے٬ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې٬ د ترسيلات زر شرح د برآمدات د شرح نه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان ??ه پارلمانكښې د وېنا او د مجموعي سياسي صورتحال پحقله يو بيان ??ښې د?? ووئيل وزيراعظم پرون حكومتي پاليسي واضح كړې ٬ مونږ هند سره امن غواړو خو په كشمير سترګې نشو پټولې۔ وزيراعظم ووئيل كه هند پخپل غېر قانوني تسلط لرونكې جمو و كشمير كښې حالات معمول ته ر??ولي نو مونږ دوي سره خبرو اترو له چمتو يو۔ د?? ووئيل نن په افغانستان ??ښې د امن په اړه د امريكې او پاكستان ??قصد يو دے٬ نن امريكا هم په دې خبره قائل شوې چې د افغانستان ??سئله پوځي حل نه لري٬ مونږ چې څه وئيل نن نړۍ زمونږ موقف تسليموي۔ شا?? محمود قرېشي ووئيل مونږ بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول غواړو ٬ خو چې اپوزيشن په دې لار كښې خنډان ??شي۔شا?? محمود قرېشي ووئيل شهباز شريف چې كوم وړاندېز وركړے ھغه د عمل وړ نه دے٬ نن داسې ټېكنالوي موجود ده د كومې په كارولو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان٬ د هېواد مرسته هم كولې شي او شراكتدار هم جوړېدے شي۔ شا?? محمود قرېشي ووئيل وزيراعظم وئيلي دي د پاکستان د قربانيو اعتراف نه دے شوے٬ د پاکستاني قام د ستائنې كولو په ځاے په دوي تهمتونه لګولې شوي٬ په ماضي كښې يو څو كسانو خپل اقتدار ته دوام وركولو لپاره وئيلي وو چې تاسو بريدونه كوۍ مونږ به ئې غندنه كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ امريكې سره اړيكې ډېر سمې دي٬ خو د دې دا مطلب نه دے چې زمونږ هډو عزت نفس نشته٬ د افغانستان ??حقله د?? ووئيل مونږ نه غواړو چې په افغانستان ??ښې نوے جنګ وي٬ مونږ هلته امن غواړو٬ په افغانستان ??ښې د امن ذمه واري د افغان ??يادت جوړېږي، مخدوم شا?? محمود قرېشي ووئيل الله دې نه كړي كه په افغانستان ??ښې حالات خراب شي نو د افغانستان ??ه پس به پاكستان د ټولو نه زيات ځپلے كېږي۔ د هېواد صورتحال پحقله خارجه وزير ووئيل پرون بلاول بهټو په ناپوهې كښې خبرې كولې٬ د كومو رواياتو چې بلاول خبره كوله ھغه ئې په سندھ كښې ولې نه دي خپل كړي٬ ما چې كله بلاول ته آئينه وښودله نو ذاتي حملې ئې وكړې۔ د?? ووئيل دا پيپلز پارټي د ذوالفقار علي بھټو نه د زرداري پارټي ده،بلاول، بھټو نه دے، بلاول زرداري دے۔ خارجه وزير ووئيل سندھ كښې كرپشن اسمان ته ر??ېدلے٬ مونږ د پېل څَخه هم دا وئيل چې اپوزيشن دې زمونږ خبره واوري او مونږ به د اپوزيشن٬ او پرېكړه دې په اولس پرېښودلې شي۔