اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شا??د خاقان عباسي پ?? مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ ??ونډه وشوه۔دا په يوه اونۍ كښې د خپل نوعيت دوهمه غونډه وه۔په غونډه كښې د افغانستان په اړه د امريكې د نوې پالېسۍ په نتيجه كښې په پیدا شوي صورتحال او پھ دې لړ كښې د پاكستان په حكمت عملۍ غور وكړے شو۔په غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيا٬سرلښكر قمر جاوېد باجوه٬د سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد ذكاﺀ الله٬د پاك فضائي?? مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان٬د قامي سلامتيا صلا??كا?? لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر جنجوعه او سينئر سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو