سكردو 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د ګلګت بلتستان پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې لپاره پوخ عزم لري٬ په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خوشبينه دے٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې به سيمې ته ډېره ګټه ورسي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان كونسل د بجټ 11مې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې د كومې مشري چې وزيراعظم وكړه۔ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان ګورنر او د كونسل وائس چيئرمېن مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ الرحمان٬ د ګلګت بلتستان كونسل غړو او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په ګلګت بلتستان كښې د جمهوري اقدارو او د جمهوريت په ښه ډول تسلسل خوشبينه دے٬ ده په دې خبره ټينګار وكړو چې بايد د ګلګت بلتستان كونسل غونډې پرله پسې وشي۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د اولس خېر ښېګړې او د هېواد پرمختګ ته تر ټولو وړاندې پام كوي٬ زمونږ حكومت نه يوازې پروژې پېل كوي٬ بلكې ترسره كوي ئې هم۔ ده ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومت د سيمې سماجي ا و معاشي پرمختګ لپاره په ريښتينې معنٰي كار كړے۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان په اړه ووئيل چې دا سيمه ډېر صلاحيت لري٬ په دې سيمه كښې د كاروباري چارو او د سېلګرې پراخا موقعې دي۔ د پاكستان او چين اقتصادي لار به هم د دې سيمې نه تېرېږي او د دې به سيمې ته ډېره ګټه ورسي او دا ګټه به تر پېړو روانه وي۔ ده ووئيل چې د ګلګت بلتستان اولس ځانګړې حېثيت لري او پاكستان سره بې كچه مينه لري۔ وزيراعظم ووئيل چې حكومت په هر ډول د دې سيمې پرمختګ او د اولس د خېر ښېګړې عزم لري۔ ده ووئيل چې حكومت به د دې سيمې پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي او د سيمې پرمختګ لپاره به هېڅ ډول كسر نه پرېږدي۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم چې كله د سكردو هوائي اډې ته ورسېدو نو د ګلګت بلتستان ګورنر مير غضنفر علي خان٬ وزيراعلٰي حفيظ الرحمان٬ د كونسل غړو او اعلٰي چارواكو ئې هركلې وكړو۔