اسلام آباد ۔ 19 دسمبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) څلور نيم كاله حكومت كښې د پ??كستان ټولو مهمو څانګو ښكاره پرمختګ كړې۔ د محمد نواز شریف د بصيرت لرونكې مشرتابه او اعلی پالېسيو په سوب د پ??كستان معيشت مستحكم شوے۔ ټولو معاشي اشارو كښې تاريخي ښه والې رامخې ته شوې۔ ده ووئېل محمد نواز شريف نه يوازې دا چې پاكستان معاش?? او د توان ستونزو څخه ويستې بلكې دې سره سره ئې هېواد كښې دغه مهال روانه ترهګري ختمولو له د ترهګرو په ضد د آپرېشن پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې ئې هېواد كښې 80 فيصد ترهګري كمه شوې او د پ??تې ترهګرۍ ختمولو له آپرېش رد الفساد تندۍ سره روان دے۔ ده ووئيل د توان يو شمېر منصوبې پايې ته رسېدل?? او دامهال د برېښنا لوډشېډنګ ختم شوے۔ ده ووئيل په هغه فيډرز لوډشېډنګ كېږي چرته چې د برېښنا غلا كېږي۔ ده ووئيل محمد نواز شريف هېواد ته د سي پېك په ډول لوئې پرمختيائي منصوبې وركړې په كومو چې په ترجيحي بنيادونو كار روان دے او دا به ډېرې زر پايې ته ورسولې شي۔ده ووئيل محمد نواز شريف چې ??له هم اقتدار كښې راغلې هېواد د پ??مختګ په لاره روان شوې۔ ده ووئېل افسوس په دې خبره دے چې ??له هم هغه خپله آئيني موده ترسره كولو ته كړه ۔ده ووئيل مخالفين چې څومره هم مخالفت وكړي د كال 2018ﺀ ټاكنو كښې به اولس د كاركردګۍ په بنياد يو ځل بيا د نواز شريف وژن او نظريې ته ووټ وركوي۔ده ټول سياسي ګوندونه چېلنج كړل چې خپله خپله كاركردګ?? اولس او ميډيا ته وړاندې كېږدي۔ده ووئيل حكومت به خپله آئيني موده ترسره كو?? او باقي پاتې وخت كښې به روانې پرمختيائي منصوبې ډېر زر پايې ته رسولې شي۔