اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی)پاكستان مقبوضه كشمير كښې په سنجوان كېمپ بريد په حقلھ هندي تورنه په سختۍ رد كولو سره وئېلي دي بې بنسټه تورنه او غېر ذمه وار بيانونه د هند د عادت شوې٬د كشمير شخړه د پاكستان او هند ترمينځه په اړيكو كښې بنيادي خنډ دے٬زمونږ وسله وال ځواك د ټولو ترهه ګرو په ضد د كوم فرق نه ځانله كاروائۍ كوي٬پاكستان په واچ لسټ كښې د شاملولو كومه هڅه به د هېواد اقتصادي اصلاحاتو د مخې نيوي برابر وي٬پاكستان د كوم هم هندي جارحيت په نتيجه كښې د هېواد د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع له بشپړ صلاحيت لري۔پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو معاملو خبرو كولو له چمتو دے۔د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل په مقبوضه كشمير كښې په سنجوان كېمپ د بريد په اړه د هند تورونه په سختۍ رد كولو سره ووئيل دا يوه معمول جوړ شوې چې يو اړخ ته هندي قابض ځواكونه د دروغو فليګ آپرېشن كوي او بل خوا هندي چارواكي د كومو مناسبو پلټنو نه غېر د پاكستان په ضد غېر ذمه وار بيانونه وركوي او بې بنسټه تورنه لګوي او د هندي مېډيا يوه محسوسه برخه د پاكستان بدنامولو لړۍ پیل كوي۔وياند ووئيل نړيواله ورورولي دې د پاكستان په ضد د هندي مهم جوئۍ او د جنګ مسلط كولو نوټس واخلي۔دې سره سره هند دا ډول چالونه پھ مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو زور ظلم زياتي او د بشري حقونو سختو خلاف ورزو څخه د نړۍ پام ګرځولو له كاروي۔وياند ووئيل د هند اتومي او ميزائل پروګرام تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے چې ورسره منطقه كښې د وسلې نوې زغل پیل شوې۔فنانشنل اييكشن ټاسك فورس(اېف اے ټي اېف)او د پاكستان واچ لسټ كښې د شاملولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل سټېټ بانك او پارليمنټ د مني لانډرنګ او شكمن ټرانزېكشن بندولو له اضافي ګامونه پورته كړی۔ پاكستان په واچ لسټ كښې د شاملولو كومه هڅه به د هېواد اقتصادي اصلاحاتو د مخې نيولو برابر وي۔وياند ووئيل پاكستان به د مالديپ په داخلي معاملو كښې د لاس وهنې او په راروانو ټاكنو د اثرانداز كېدو كوم هم غېر ملكي ګام ملاتړ نه كوي۔ ده ووئېل د نورو هېوادونو په داخلي معاملو كښې لاس وهنه نه كول د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي اصول دې او مالديپ كښې مجموعي صورتحال تر مخه نورو هېوادونو څخه هم په دې اصولو د كاربن پاتې كېدو هيله لري۔د نقيب الله وژنې كيس په اړه د افغان اولس مشر اشرف غني د اوسني ريماركس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل افغان اولس مشر د نقيب الله كيس نورو مقاصدو له كارول غواړي۔وياند ووئيل دې معاملې ته سياسي رنګ وركول د قبلولو نه دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغان حكومت دې طالبانو سره مذاكرات وكړي۔ده ووئيل د افغانستان شخړه د سياسي خبرو اترو د لارې حل كېدې شي۔وياند ووئيل پكستان كښې كومه منظمه ترهه ګره ډله نشته۔د پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټي٬زمونږ ټول ځواكونه د ترهه ګرو په ضد كاروائي كوي۔)وا/ض ض/وس/1907)