اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پاكستان سپر ليګ(پي اېس اې??)كاميابۍ سره كول د امن صورتحال څرګندونه ده٬دا د اوسني جمهوري حك??مت د وژن نتيجه ده٬د صوبائي حك??متونو په مرسته او د وسله والو ځواكونو قربانيو په سبب ترهه ګري ختمېږي٬زمونږ شهيدانو په خپلو وينو امن راوستې٬پاكستان كښې د امن راتللو سره نړيوالې لوبې بېرته پاكستان كښې پیل شوي او د لوبو مېدانونه آباد شوي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل د حك??مت د ښو پالېسو سره هېواد د پرمختګ او څوكالۍ پلو روان دے۔دې ووئيل په 2013 كښې ګڼو چېلنجونو سره مخ وو خو نن په هغه ټولو چېلنجونو قابو موندلې شوې۔دې ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)په خپل منش??ر كښې اولس سره شوي لوظونه ترسره كوي۔مريم اورنګزېب ووئيل په پخوانو وختونو كښې به بې بنسټه غږونه پورته كېدل٬د پنجاب اعلٰی وزير شهباز شريف په ذاتي خوښۍ لاه??ر كښې د نړيوالو لوبغاړو راتګ سره د لوبو هلې ځلې پیل شوي دې۔دې د پي اېس اې?? لپاره د امنيت په خاص انتظاماتو د پنجاب حك??مت ستائنه وكړه۔دې ووئيل په پاكستان كښې د كركټ بحالۍ له د نجم سيټهي په مشرۍ كښې د پي سي بي كردار هم د س??ائنې وړ دے۔دوهمې وزيرې ووئېل د لاهور وګړو خپل روايات په ځاې ساتلو سره د پي اېس اې?? د لوبغاړو هركلے كړې۔د لاه??ر كوربتوب به د پي اېس اې?? لوبغاړې تل ياد س??تې