اسلام آباد 16اپریل (اے پی پی) د ??زیراعظم د خزانې لپاره صلاحكار ډاکټر مفتاح اسماعیل وئيلي دي راروان بجټ كښې به اولس له اسانۍ وركولې شي،د حکومت غوره پالیسو په سوب اقتصادی اعشاری ګتورې دي،معاشی شرح نمو سره به د روزګار موقعې زياتې شي، د تعلیم بجټ او صوبو له د ??نډز وركول يو په دوه زيات شوي، د ??یکس محاصل به د 4000 اربه روپو څخه زيات شي،بينظیر انکم سپورټ پروګرام بجټ 120 اربه روپو څخه به زياتولې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اېس ډی پی آئی د سيورې لاندې پری بجټ سیمینار ته وكړه ۔ ده ووئيل د پیپلز ګوند پھ دور كښې ګرانې 11 فیصده خخه زياته شوې ؤه، د تيرو 5 كلونو پھ مهال د ګرانۍ شرح تر 4 فیصده ته راوستلې شوي ۔ ده ووئيل معاشی شرح نمو زياتيدو سره به د روزګار نوې موقعې راپېدا شي ۔ د خزانې صلاحكار ووئيل د ??ی آئی اے خسارہ به د روان كال په مهال 45 اربه روپۍ وي ،ډسکوز به 176 اربه روپۍ زيان كوي،بايد پرائیویټائزیشن ته حکومت پام لرنه وكړي ۔ ده ووئيل پاکستان څخه ترهه ګري ختمه شوې ا?? د ??اکستان حکومت امن ته پام لر??ه كوي چې ورسره به هېواد كښې نړيواله سرمایه کاری زياته شي۔ ده ووئيل حکومت د ??عیشت ښه والې له په مالی نظم او ضبط عمل کوي چې ورسره ځينو څانګو پرمختګ كړې۔ ده ووئيل د روان مالی كال په مهال د ??امی معیشت شرح نمو 5.8 فیصده ده كومه چې د تيرو 30 كلونو كښې تر ټولو زياته ده۔ صلاحكار ووئيل حکومت په افراط زر قابو موندلو او برآمدات زياتولو له خاص پیکیج معارفي كړې او برآمدات كښې د 5 فیصده څخه زياته اضافه شوې۔ ده ووئيل د ??ېواد ځينې مسئلې حل كړې شوي ، درآمدات کم شوې ا?? برآمدات زيات شوي چې ورسره خسارہ کمه شوې ۔ مفتاح اسماعيل ووئيل 5.8 فیصده شرح نمو دومره زياته نه ده مونږ له روزګار وركولو له قامی معیشت 6 فیصده څخه زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې وګړو ته روزګار وركړے شي۔ ده ووئيل د ??ېواد څخه د غريبۍ ختولو له مونږ له 10 فیصده شرح نمو ته اړتيا ده ٬ پاکستان كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ له به د ??ړيوالې ورورولۍ پام راګرځول وي۔ ده ووئيل سرمایه کارو ته وئيل غواړي چې دلته د امن كومه مسئله نشته او کاروباری خرڅونه هم كم شوي۔ د توان په مسئله قابو موندلې شوي او صنعتونو له د ??غوي د حاجت له مخې برېښنا وركړې كېږي۔ ده ووئيل د ??سلم لیګ (ن) حکومت هېواد كښې د توان انقلاب راوستې۔په 70 كلونو كښې 20 زره میګاواټ برېښنا پیدا کړې شوي دغسې ا??سني حکومت په 5 كلونو كښې 10 زره میګاواټ څخه زياته برېښنا پيدا كړي۔