اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان لخوا د ټولنې بې وزله ??و وروستو پاتې طبقې د غربت نه د خلاصولو پاليسۍ سره به د هېواد د معيشت بحالۍ لپاره مرسته ترلاسه شي٬ د سي پېك منصوبو څخه د پېدا شوي اقتصادي هلو ځلو په نتيجه كښې به د اولس ژوند ښه شي۔ دا خبرې د چين نوميالۍ ورځپاڼې “ګلوبل ټا??مز” كښې په ي?? ارټيكل كښې شوې۔ په اداريه كښې وئيلې شوې د معاشي ستونزو باوجود وزیراعظم عمران خان څو ځله د وګړو غربت ختمولو له د غربت خاتمې كمپائن پېل كولو لپاره خوښي ښكاره كړې۔ ځينو مبصرينو دا اندېښنه ښودلې ده چې د دې ډول پېكج په نتيجه كښې به د هېواد معاشي ستونزې زياتې شي خو دا اندېښنې سمې نه دي ځكه چې كه په دې عمل وكړې شو نو د دې په نيتجه كښې به د پاكستان اقتصادي ب??ال?? ممكنه شي۔ اداريه كښې دا هم وئيلي شوې د غربت خاتمې پروګرام په لړ كښې د پاكستان او چين ترمېنځه د مرستې پراخه د كار استعداد موجود دے او په دې وروستيو لسيزو كښې چين خپل 800 مېليونه خلق د غربت نه د خلاصولو اقتصادي معجزه ښكاره كړې ??و وزيراعظم هم د دې پېروي كولو لپاره چين رول ماډل ګڼي٬ راپور كې وئېلې شوي انفراسټركچر سره د غربت خاتمې كمپائن له مهم كردار ترسره كولې شي٬ د سي پېك له مخې د انفراسټركچر په مهمو منصوبو پېشرفت روان دې٬ د پاکستان نوي حكومت جوړېدو نه پس هېواد كښې د انفراسټركچر په منصوبو دواړه هېوادونه لا كار كولې شي