اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئېلي دي نړيواله ټولنه بايد د هند د اوبو د جارحيت خبر واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله بې طرفه كر??ار ترسره كړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سنټرل فار ګلوبل سټرټېجك سټډيز تر سيوري لاندې نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دا كنفرنس د اوبو په سرخط راجوړ شوې ؤ ۔كنفرنس ته په خپله وېنا كښ?? وفاقي وزير ووئيل بايد نړيواله ټولنه د سندھ طاس لوظ نامې په عم??ي كولو كښې ??پل كر??ار ترسره كړي۔د هند او پاكستان ترمينځه د اوبو شخړه په 1948 كښ?? پېل رامخې ته وه او دواړو هېوادونو دوه جنګونه كړې دي كه هر څو په كال 1960 كښې ?? سندھ طاس لوظ نامه تر ډېرې مودې په كاميابۍ سره روانه وه خو هند د سندھ٬جهلم او د چناب اوبه صنعت لپاره كارولو سره د لوظ نامې خلاف ورزي كړې ده ۔ ده ووئېل هند يوازې په هغه صورت اوبه د برېښنا پېدا كولو لپاره كارولې شوې چې ورسره پاكستان ته د اوبو په رسنه كوم آغېز نه كېدو۔هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامه نه شي ختمولې۔ ده ووئېل د دې خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو خوښه پكار ده۔هند د جهلم او چناب دريابونو په اوبو د بندونو جوړولو اراده لري او دا مونږ لپاره د فكر لمحه ده۔وفاقې وزير ووئيل نړيواله ټولنه دې د هند د اوبو د جارحيت نوټس واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله كښې ??ې طرفه كر??ار ترسره كړي۔