اسلام آباد ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) سېنېټ كښ?? د مقبوضه كشمير په بې ګناه كشميريانو د هندي قابض ځواكونو د ظلم او جبر غندنې قرارداد منظوري وركړې شوې۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتورې شېری رحمن په دې لړ كښ?? قرارداد وړ??ندې كړو۔ په قرارداد كښ?? وئيلي شوي وو چې دا ايوان په مقبوضه كشمير كښ?? د هندي ځواكونو په بې ګناه كشميريانو د ظلم او جبر او د دوي د نسل كشۍ سخته غندنه كوي٬ دا ايوان د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا په دې معامله د ډاګيزو خبرو ستائنه كولو سره غوښتنه كوي چې د اسلامي تنظيم هنګامي غونډه رابللو سره دې په دې مسئله غور وكړې شي او په مقبوضه كشمير كښ?? ?? هر ډول خلاف ورزو لاره دې ونيولې شي۔ دا ايوان حكومت څخه غوښتنه كوي چې د كشمير په معامله دې خاص استازې وټاكلې شي او ملګرو ملتونو لپاره دې د كشمير پحقله خاص استازې مقرر كړې شي ٬ پاکستان به د کشمیريانو اخلاقي، سیاسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه۔