زيارت 25 دسمبر (اے ??ي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په ??شر?? كښې به ?? بابائے قوم قائداعظ?? محمد علي جناح د زرينو اصولو او افكارو له مخې پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره د ترهګرې٬ فرقه واريت او د تعصباتو خاتمه كولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په زيارت رېزېډنسي كښې د فرنټيئر كور بلوچستان ترسيوري لاندې د پاكستان باني قائداعظ?? محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د بېرغ هسكولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان٬ د سدرن كمانډ كور كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه٬ د فرنټيئر كور بلوچستان انسپكټر جنرل مېجر جنرال فياض حسېن شاه٬ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبېده جلال٬ صوبائي وزيران٬ د قومي او صوبائي اسمبلې غړي او اعلٰي سول او عسكري چارواكي او قبائيلي مشران هم موجود وو۔ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر په خپله وېنا كښې ووئيل چ?? د دسمبر 25مه د قائداعظ?? محمد علي جناح پشان د لوي شخصيت د ولادت ورځ ده د كوم د لوړې حوصلې٬ جذبې او اصولو په وجه چې مونږ په آزاده فضا كښې سا اخلو كوم چې سره د ناروغې سخته خواري كولو سره پاكستان جوړ كړو۔ ده ووئيل چ?? د پاكستان باني قائداعظ?? محمد علي جناح د زيارت پشان په تاريخي ښار كښې د خپل ژوند وروستې ورځې تېرولو سره ثابته كړې چې ټول پاكستان يو ډول اهميت لري۔ ده ووئيل چ?? قائداعظ?? محمد علي جناح د هندوانو او د انګرېزانو د سخت مخالفت سره هم د شاعر مشرق علامه محمد اقبال خوب ته تعبير وركولو سره پاكستان جوړ كړو۔ ده ووئيل چ?? مونږ ته به ?? دښمنانو سازشونه ناكامه كولو سره يو موټې كېدو سره پاكستان عظيم تر جوړولو لپاره د ترهګرې او فرقه واريت د ناسور خاتمه كول وي۔